اسلام آباد 25دسمبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان باني قائداعظم محمد ع??ي جناح 148مې زېږيدنې ورځ په موقع هغه ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي چې نن مونږ د قام ب??با ته قام لپاره د خذماتو په ترسره كولو سلام كوو۔قائداعظم محمد ع??ي جناح د يو سياسي جدوجهد د لارې تاريخ بدل كړې٬ د قائداعظم محمد ع??ي جناح د وژن٬عزم او استقلال په سبب د نيمې وچې مسلمانانو لپاره د يو آزاد هېواد جوړول ممكن شوي۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوي ??يان له مخې د قائداعظم محمد ع??ي جناح 148مې زېږېدنې ورځې په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل زمونږ تاريخ په يو نازك دور كښې د قائداعظم محمد ع??ي جناح قيادت د هغه د غېر معمولي صلاحيتونو ثبوت دے۔قائداعظم محمد ع??ي جناح د يو وكيل او آل انډيا مسلم ليګ لارښود په توګه د مسلمانانو د حقونو بشپړه وكالت كړې۔هغه د پاكستان مقدمه په ښه ډول او ضاحت سره وړاندې كړې۔هغه د يو داسې جلا هېواد په حاجت زور راوړې چرته چې مسلمانان په آزادۍ سره په خپل مذهب عمل وكړي او د خپل كلتور او سياسي او معاشي حقونو تحفظ وكړي۔ده ووئيل په 11 اګست 1947 د پاكستان دستور ساز اسمبلۍ ته د هغه تاريخي خطاب نن هم زمونږ لپاره د لارې مشال دے۔په خپل تقرير كښې هغه د يو داسې پاكستان تصور وړاندې كړې چرته چې د قانون حكمراني وي٬د اقليتونو د حقونو تحفظ كولې شي او ټول وګړي يو برابر وي۔صدر مملكت ووئيل مونږ په بېلو څانګو كښې په زړه پورې پرمختګ كړې خو د يو څوكاله ??و په انصاف اډانه قوم جوړېدو مزل اوس هم روان دے٬مونږ له ??ه د ځوانانو په تعليم سرمايه كاري كول وي ??و د پاكستان روښانه سباؤن لپاره به هغوي له ??لم او هنر وركول وي٬مونږ له ?? ټولنې كمزورې طبقو ښه والي لپاره هم كار كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل نن كله چې مونږ د قائداعظم د زېږېدنې ورځې لمانځو نو راځۍ چې مونږ د قائداعظم نظريات په خپل ذاتي او اجتماعي ژوند كښې د شاملولو عهد پخلې وكړؤ۔د هغه ښودلې شوې”اتحاد٬يقين٬محكم او تنظيم”اصول د لارې مشال جوړ كړؤ۔راځۍ چې د يو داسے پاكستان د جوړولو عزم پخلے وكړو كوم چې په حقيقي معنو كښې د قائداعظم د وژن عكاسي كوي۔