باكو12 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ډنمارك سره د شريكې شراكتدارۍ د لارې اقتصادي اړيكو پراخه كولو په ضرورت زور راوړے او د ډنمارك وزيراعظم د دوه اړخيزه اقتصادي اړيكو لا ودې او د شريكې خوښې سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو مخ نيوي لپاره د پ??كستان سره په ګډه د كار كولو خوښي څرګنده كړې ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف باكو كښې دكاپ-29 په موقع د ډنمارك وزيراعظم ميټ فريډركسن سره دوه اړخيزه ملاقات وكړو ۔دواړو لارښودو د پ??كستان او ډنمارك ت??مي??ځه سياسي٬تجارتي٬سرمايه كارۍ٬كركيلې٬انفارمېشن ټېكنالوجۍ او موسمياتي بدلونونو په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې په خاص توګه د ګرين ټرانزېشن او انفراسټركچر ډوېلپمنټ په څانګو كښې د مرستې په ضرورت زور راوړو ۔دواړو لارښودو د دوه اړخيزه مرستې ودې سره سره د موسمياتي بدلون ??هم ترجيحات له نړيوال اتفاق په راپېدا كوول ضرورت هم صلاح يوه كړ?? ۔سږ كال د پ??كستان او ډنمارك ت??مي??ځه د سفارتي اړيكو 75م كال بشپړېدو ذكر كولو سره وزيراعظم د شريكې شراكتدارۍ د لارې اقتصادي اړيكې پراخه كولو په ضرورت زور راوړو ۔د ډنمارك وزيراعظم دوه اړخيزه اقتصادي اړيكو ته لا ودې وركولو او د شريكې خوښې سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو مخ نيوي لپاره د پ??كستان سره د كار كولو خوښي څرګنده وكړه