اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د تاجکستان وزيراعظم کوهر رسول ز??ده ملاقات كړے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ ??خو?? د جاري خبر پاڼې له مخې د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو غونډې په موقع په ملاقات كښې وزيراعظم شهباز شريف د اېس سي او، سي اېچ جي په كلنه غون??ه كښې د تاجکستان د فعاله او تعميري شرکت ستائنه كولو سره ووئيل د وروڼو هېوادونو او سيمه ايز شراكتدار د ??اک??تان او تاجکستان ترمېنځه د دوستۍ او مرستې تل پاتې رشته موجود ده۔ وزيراعظم سږ كال په جولائي كښې د دوشنبه د نتيجې وړ خپلې دورې ذكر هم وكړو او د دوه اړخَيزه شريكو اړيكو په مثبت پېشرفت يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د دواړو هېوادونو د مشتركه مفاد په ټولو څانګو كښې په خاص توګه تجارت، سرمايه کارۍ، توان او د سيمه ايزو رابطو په څانګه كښې نزدې او د شريكې ګټورې مرستې مستحكم كولو ته اړتيا ده٬ د تاجکستان وزيراعظم کوهر رسول ز??ده د شنګھائي مرستې تنظيم د چيئر په حېث د ??اک??تان ??خو?? د غونډې په كاميابه تابيا ده له مباركي وركړه۔ دوي د تاجكستان پلاوي او د نورو ګډون كوونكو پلاويو په تود هركلي او غوره مېلمستياﺀ د پاكستان مننه وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف ته د تاجکستان صدر امام علي رحمن ??خو?? د نېكو هيلو پېغام په وركولو كوهر رسول ز??ده ووئيل د تاجکستان او ??اک??تان ترمېنځه د مرستې پراخه استعداد موجود دے كوم څخه چې مستفيد كېدو لپاره تاجکستان ??اک??تان سره په ګ??ه كار كولو لپاره بشپړ عزم لري۔ د تاجکستان وزيراعظم د پاكستان خپل همڅنګ شهباز شريف او د پاكستان حکومت تاجکستان ته د چينو برآمد كولو په اجازه مننه كولو سره ووئيل دا به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت له وده وركړي۔