اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه کميټۍ د مهمو ماحولياتي چېلنجونو مخنيوي او د وفاقي او صوبائي چارواكو ترمې??ځه د مرستې په مضبوطولو په ضرورت زور راوړے۔ د شورو په ورځ موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه کمېټۍ غونډه د قامي اسمبلۍ غړې منزه حسن په مشرۍ كښ?? وشوه چې پكښې د وفاقي او صوبائي حكومتونو ترمې??ځه په مرسته٬ د ماحوليات په اړه په مهمو اقداماتو او په نړيواله موسمياتي سفارتكارۍ كښ?? د پاكستان د كردار پشمول کاپ 29 كښ?? د پاکستان ګډون ته خاص پام وشوه ۔ په دې موقع وزارت كمېټۍ ته باور وركړٶ چې وزارت په دې وروستيو كښ?? جوړې كړې د پاكستان موسمياتي بدلون اتهارټۍ صوبو سره په فعاله توګه كار كوي او مرسته لا زياتولو لپاره منص??بې روانې دي۔