ملتان 30 ستمبر(اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي د هېوا?? د ??عيشت انحصار په كركيله دے ٬ كركيلې يا كاټن ته د پام نه كولو هېواد ته په معاشي توګه زيان رسولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ملتان كښې د پاكستان كاټن جنرز اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې د سوګند وركولو دستوره كښې د وينا كولو په مهال وكړه ۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل زمونږ په حكومت كښې ټول پام كركيلې ته كېدو٬د ټولو څيزونو بيعې هم مستحكمې وې او په هېواد كښې خوشحالۍ وې۔د سېنیټ چيئرمېن كاټن جينر ته باور وركړو چې س??اسو مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔ده ووئيل د سېنېټ قائمه كمېټۍ كښې د كاټن جنرز اېسوسي اېشن غوښتنو منظوري وړومبۍ ترحيع ده او وفاقي حكومت ته به هم وئېلي شوي چې د صنعتكارو٬كروندګرو او كاټن جنرز مسئلې وړومبۍ حل كړئ ۔د دستورې په آخر كښې سيد يوسف رضا ګېلاني د پاكستان كاټن جينرز اېسوسي اېشن نوو ټاكلے عهديدارو او ??ړو څخه سوګند واخست او هغوي له يې مباركي وركړه۔