اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د شورو په ورځ په كراچۍ كښې په پورټ قاسم انډسټريل اسټيټ ??ښې د ټويوټا انډس موټر کمپني لميټډ (آئي اېم سي) دوره كړې۔ په دې موقع د صنعت او پېداوار سيکرټري سېف انجم، د اي ډي بي سي اي او خدا بخش هم دوي سره وو۔ په دې موقع د ټويوټا موټر ايشيا اېګزيکټيو وائس پريذيډنټ کازوناري اګوچي، د آئي اېم سي سي اي او اصغر علي جمالي او د آئي اېم سي ټويوټا نورو افسرونو د وفاقي وزير تود هركلے وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير رانا تنوير حسېن آئي اېم سي ټويوټا ته د ګاډو برامد كولو په سنګ ميل مباركي وركړه٬ كوم چې د پاكستاني حكومت د جدت او خود انحصارۍ د وژن عكاسي كوي۔ وفاقي وزير د 700 ملين ډالرو د سرمايه كارۍ او 76000 يونټس ج??ړو??و په اړه په قامي پرمختګ كښئ د ټويوټا کردار تسليم كړو٬ د دې نه علاوه په قامي خز??نه كښې 258 بلين برخه هم اچوي كومه چې د هېواد په قامي پرمختګ كښې د دوي د عزم عكاسي كوي۔ وفاقي وزير د کاربن ډائي آکسائيډ اثرات كمولو او د هائبرډ ګاډو په ج??ړو??و كښې د ماحولياتي چېلنجونو مخنيوي لپاره د کمپنۍ په فعاله انداز هم رڼا واچوله او د دې خبرې ذكر ئې و??ړو چې دا ډول اقدامات په موټر انډسټري كښې نورو لپاره يو مثال دے۔