اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي ابوظهبي پورټس سره د لوظنامې په نفاذ كښې هر ډول مرسته كولو سر?? به دې څخه بشپړه ګټه پورته كولې شي ٬ ډيجيټل ټ??کن??لوجي او عصري مشينرۍ سره دې په بندرځايونو د سامان او کنټينرز انتظام ښه كړئ شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوې خبر پاڼې له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د ابوظهبي پورټس پاکستان چيف اېګزېکټيو آفيسر خرم عزيز خان سره د خپل پلاوي ليدلي۔ په دې موقع وزيراعظم ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې ابوظهبي پورټس ب?? په کراچۍ بندرځائ كښې په راتلونكې لس كالو كښې د 250 مېليونه ډالرو سرمايه كاري كوي٬ د 130 مېليونه ډالرو په سرمايه کارۍ جوړېدونكې عصري او ټولې ضروري آسانۍ لرونكې کثير المقاصد ټرمينل ب?? په راتلونكو دوه كلونو كښې بشپړ شي۔ پلاوي وزيراعظم ت?? په كراچۍ بندرځائ د کنټينر ټرمينل آسانيو كښې لا بهترۍ لپاره د كمپنۍ په سرمايه كارۍ تفصيلي بريفنګ وركولو سره ووئيل چې کنټينر ټرمينل منصوبه كښې ايکسس کنټرول، خودکار ګېټس، برتھ كښې نور 200 ميټره پراختيا٬ کرين رېل ټريك او نور انفراسټرکچر جوړول شامل دي، په ټرمينل د نوي انفراسټرکچر جوړېدو سر?? به تر د يو لك 20زره ټنه مال بردارې بېړۍ لنګر انداز كېدې شي چې ورسره ب?? په بندرځايې معاشي فعاليتونه سوا شي۔ وزيراعظم ووئيل چې د ډيجيټل ټ??کن??لوجۍ او جديد مشينرۍ څخه دې په بندرځائ سامان او د کنټينرز انتظام بهتر كړې شي۔ ده امر وكړو چې د کنټينرز نظام بهتر كولو سره دې کليئرنس لپاره وخت كم كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل چې ابوظهبي پورټس سره د لوظنامې مقصد سپېځلتيا او د كار استعداد كښې اضافه او د پورټ آپرېشنز بهتري ده، ابوظهبي پورټس سره د لوظنامې په نفاذ كښې هر ډول معاونت كولو سر?? به دې څخه بشپړه ګټه پورته كولې شي۔ وزيراعظم د رېلوے چارواكو ته د منصوبې فعاله كولو او ټرمينل څخه د سامان ترسيل بهتر كولو لپاره د مال بردار بوګيو او د ض??وري رولنګ سټاک وړاندې كولو امر هم وكړو۔