اسلام آباد۔11جول??ئی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپ??كر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د پاکستان انسټیټیوټ فار پارلېمنټری سروسز (پیپس) بورډ آف ګورنرز غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې د ادارې په مالي او انتظامي چارو د خيالاتو څرګندونه وكړې شوه۔ په دې موقعه سپ??كر ووئيل د پيس جوړولو مقصد پارليمان سره په قانوني او ټېكنيكل چارو كښې مرسته كول دي۔ فعاله اولسي قانون سازي د هېواد ترجيحات او پرمختګ سره ژور تعلق لري۔ د قامي او ??وب??ئي قانون سازو ادارو همكارۍ ته وده وركول زياته مهمه ده ۔ سپېځلتيا په برقرار ساتل او پرفارمنس ښه كولو له دې د ادارې تھرډ پارټی فنانشل او پرفارمنس آډټ وكړے شي۔ سپ??كر ووئيل په غونډه كښې د آزاد جموں و کشمیر اسمبلۍ او ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپ??كران هم د ګورنر بورډ مستقل غړو جوړولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې د پنجاب اسمبلۍ سپ??كر ملک محمد احمد خان ، د سندھ اسمبلۍ سپ??كر اوېس قادر شاہ، د بلوچستان اسمبلۍ سپ??كر عبدالخالق خان، د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي ، د آزاد جموں و کشمیر اسمبلۍ سپ??كر چوهدري لطیف اکبر ٬ د ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپ??كر نذیر احمد او پارليماني غړو مولانا عبدالغفور حېدري، بلال اظهر کیاني ، وجیهه قمر، خورشید احمد جونیجو، مهتاب اکبر راشدي، زرتاج ګل او سید امین الحق ګډون وكړو۔