اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د كابينه ډويژن، اسټيبلشمنټ ډويژن او قامي سلامتيا ډويژن 12 م??ال??ات زر منظوري ورك??ې٬ د مخالفې ډلې لخوا په دې م??ال??ات زر وړاندې كړي د كمي كولو 60 تحريكونه م??تر?? كړے شول۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د خزانې وزير محمد اورنګزيب پرله پسې د کابينه ډويژن، اسټيبلشمنټ ډويژن او د قامي سلامتيا ډويژن 12 م??ال??ات زر ايوان ته وړاندې كړل په كومو چې د اپوزيشن لخوا د كمي كوول 60 تحريكونه وړاندې كرے شول او د كومو چې د خزانې وزير مخالفت وكړو ۔ قامي اسمبلۍ د اپوزيشن د کمي كولو تحريكونه م??تر?? كولو سره د کابينه ډويژن، اسټيبلشمنټ ډويژن او قامي سلامتيا ډويژن لپاره د 41 ارب 70 كروړه 40 لكه 3 زره روپو 12 م??ال??ات زر منظوري كړل او د اتومي توان لپاره د 19 اربه 26 كروړه نه زياتو روپو م??ال??ات زر هم منظور كړے شول ٬ دغسې د نيا پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ لپاره د يو لك 56 كروړه روپو نه زيات م??ال??ات زر هم منظور كړے شول۔ د کابينه ډويژن په م??ال??ات زر علي محمد خان، عامر ډوګر، عمير نيازي، عاليه کامران، رياض فتيانه، شهريارآفريدي، علي جدون، خواجه شيراز محمود، محمد رياض خان، ډاکټر نثار جټ، شاندانه ګلزار او د نورو د کمي كولو تحريكونه وړاندې كړل د كومو چې د خزانې وزير مخالفت وكړو ۔ په تحريكونو بحث كښې جمشيد احمد دستي ووئيل تعليم، صحت، داروګانو٬ پټروليم مصنوعات او د بجلۍ په بيعه كښې اضافې س??ه اولس ستونزو سره مخ دے٬ اسلم ګھمن ووئيل په هېواد كښې د منطقې د نورو هېوادونو په مقابل كښې د بجلغ بيعه زياته ده، دغسې د سرې او د زرعي مداخل بيعې هم كروندګر ستونزو سره مخ كړي ۔ شاهد احمد ووئيل سياسي استحکام سره معاشي استحكام راتللے شي۔ عمير نيازي ووئيل کابينه ډويژن د ټولو مهمو ادارو د معاملو كتنه كوي٬ مونږ له د كابينه ډويژن كاركردګۍ ته كتنه ضروري ده٬ د غنمو د سکينډل غوندې چارو تحقيقات د كابينه ډويژن ذمه واري ده۔ عاليه کامران په بحث كښې برخه اغستو سره ووئيل د ادارو د كاركردګۍ جاج اغستل د كابينه ډويژن ذمه واري ده، پي آئي ا?? مخ په زوال ده ٬ تعليم او صحت هم د كابينې ذمه واري ده، دا مهال 2.5 كروړه كوچنيان د سكولونو نه بهر دي٬ ده ووئېل مونږ اميد لرو چې د وزيراعظم تعليمي ايمرجنسي سره به دا ماشومان سكولونو كښې داخل شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم د معائنه کميشن د چارو دې جاج واخستلے شي، په ادارو كښې كلاس فور ملازمان دې مستقل كړے شي۔ رياض فتيانه ووئيل حكومت د تعليم، علاج، هاٶسنګ او د غذائي سلامتيا ذمه وار دے٬ د دې څانګو د كمزورو له امله په هېواد كښې د غربت شرح زياتېږي٬ د پوهنتونونو د فنډز كمي په سبب يو شمېر سركاري پوهنتونونه بندېږي۔ ده ووئيل د سياسي استحکام څخه وروستو به هېواد ته نيغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كاري راشي ٬ ټولو سياسي ګوندونو له په ګډه په ميثاق معيشت متفق كېدل پكار دي٬ ده ووئېل د احتساب نظام ښه كولو ته اړتيا ده۔ ډاکټر نثار ووئيل تقررۍ په مېرټ او سپېځلتيا سره پكار دي ۔عاطف خان ووئيل د غنمو د درامد كولو تحقيقات د كابينه ډويژن كار دے ٬ په هېواد كښې سياسي كلاس كښې بدعنواني د ضياء الحق په دور كښې زياته شوې٬ دا د پاكستان په لويو مسئلو كښې شامله ده۔ عامر ډوګر ووئيل روغې جوړې لپاره ماحول ضروري دے او په دې كښې حكومت له پېل پكار دے٬ سياسي استحكام سره به معاشي استحكام راشي۔ شهريارآفريدي ووئيل اتومي توان مهمه څانګه ده ، بيلجئيم اتومي توان برامد كوي٬ پاكستان شپږ نيوكليئر پلانټس لري٬ د نيوکلئيرميډيسن په څانګه كښې نور پېشرفت ته اړتيا ده ۔ علي خان جدون ووئيل يو خوا د بچت او كفايت شعارۍ خبرې كېږي او بلخوا د ادارو بجټ كښې اضافه كېږي۔