اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته د سينيټ سفارشات وړاندې كړے شول٬ د خزانې وزير په دې مه??ل ووئيل په بجټ وړاندېزونو د سېنېټ د غړو او د سېنېټ د فنانس كمېټۍ مننه كوٶ چا چې زمونږ لارښودنه كړې٬ د سېنېټ مهم سفارشات د بجټ برخه جوړ كړې شوي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په سفارشات بحث كښې الياس چوهدري ووئيل د سېنېټ په سفارشات كښې هم د ټېكس لګولو وئېلې شوي ٬ اوورسيز پاکستانيانو ته مراعات وركولو ته اړتيا ده ٬ دې سره به زمونږ معيشت ښه شي۔ فراز نون ووئيل د ماشومانو په شودو ټېكس لګول جواز نه لري٬ وړاندې ??ه د 200 يونټ مصرف كوونكو بل 3 زره روپۍ ٶ اوس واپډا د 190 يونټ بجلۍ مصرف كوونكو بل په اټومېټك طريقه د 201 په سلېب بدل كړے كوم چې اولس سره زياتے دے ۔ ده ووئيل كروندګر ستونزو سره مخ دي٬ په 2500 روپۍ غنم خرڅولو ته ناست دي خو اغستونكې نشته، ده ووئېل كه كروندګر سوكاله وي نو پاكستان به سوكاله وي۔عثمان باديني ووئيل د سېنېټ په سفارشات كښې د اېل پي جي د پلانټ ذكر دے٬ د خاران او خوا اوشا سيمه كښې تر اوسه اېل پي جيز پلانټ نه دې لګولے شوے٬ ايران سره په تړلې ستره لاره 7 پلونه جوړولو ته اړتيا ده۔ د سني ات??اد کونسل غړي عمير خان نيازي ووئيل د سېنېټ په سفارشات كښې سېلز ټېكس اېكټ كښې بدلون او په دې كښې د اډټ تجويز وركړے شوے ٬ هر سياسي حكومت ادارې تابع كول غواړي ٬ د دې مسئلې حل لپاره سياسي عزم ته اړتيا ده۔ ده ووئېل او??ه د ضائع كېدو نه بچ كولو لپاره مونږ له بندونه جوړول پكار دي٬ د نمر توان لپاره دې يو جامع پاليسي مرتب كړ?? شي۔ د سني ات??اد کونسل محبوب شاه ووئيل په دير مالاكنډ او سوات كښې زياتره ځايونو اپرېشنز شوي٬ ځائي وړوكو كاروباريانو ته دې په ټېكس كښې اساني وركړ?? شي