شينزن 04 جون (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د چين پنځه ورځنۍ دورې په وړومبي پړاؤ كښې شينزن ته رسيدلے دے۔ د وزیرِاعظم د شینزن په هوائي ميدان د چين ??علیٰ چارواكو ، پاکستان كښې د چین سفیر جیانګ زیدونګ، د پاکستان چین كښې سفیر خلیل هاشمي او اعلیٰ سفارتی اهلکارو تود هركلے وكړو۔د وزيراعظم دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزیرِاعظم سره به نن د چین کمیونسټ ګوند شینزن لپاره سیکرټری مینګ فینلی ملاقات کوي چې پكښې به د چین پاکستان مرستې ته لا ودې وركولو په اړه خبرې كيږي۔وزیرِاعظم به سبا پاك چائنه بزنس فورم كښې ګډون كوي ، دغسې د سي پیك دويم پړاؤ ترمخه د پاکستان او چین کمپنیو ترمينځه بيلو څانګو كښې مرستې او شراکت دارۍ لپاره فورم به يو مهمه كاميابي وګرځي۔ وزیرِاعظم به د نوموړو چین هائی ټيك کمپنیو مشرانو سره هم ملاقات کوي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه آصف، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال، د خزانې او رېونيو وفاقي وزير اورنګزېب ٬ د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملك او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ هم وزيراعظم سره ملګري دي ۔ وزيراعظم شهباز شريف د چين ??ولس مشر شي جن پنګ او د چين وزيراعظم لي كيانګ په خاص بلنه د جون له 4 نه تر 8مې نيټې د چين پنځه ورځنۍ رسمي دوره ??وي?? د بیان له مخې چین ته د وزیراعظم دوره د چین-پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د دویم پړاؤ او د پاکستان او چین د ستراتیژیکي او اقتصادي اړیکو لا پراختیا لپاره زياته مهمه ده۔ د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم به د دواړو هېوادونو د كاروباري شخصياتو او سرمايه كارو ترمينځه همكارۍ ته ودې وركولو له د چين په شينزن ښار كښې بزنس فورم كښې ګډون ??وي?? وزیرِ اعظم به د چین ون ونډو آپرېشن ليدلو له د نانشان ون ونډو او د هواوے هېډ کوارټرز دوره هم ??وي?? وزیراعظم به د خپلې دورې په دوهم پړاؤ كښې بیجنګ ته ځي چرته به چې هغه د چين ??علی مشرتابه سره ملاقات ??وي?? وزیرِ اعظم به چينائي صدر شی جن پھنګ او خپل چينائ?? همڅنګ لی چیانګ سره هم ملاقاتونه ??وي?? دغسې وزیرِاعظم به د چین او پاکستان ترمينځه په بېلو څانګو كښې د همكارۍ په م??اه??تي يادښتونو د لاس ليك دستوره كښې ګډون ??وي?? دې سره سره به هغه اعلی سركاري عهدېدارو ٬ د بېلو كمپنيو مشرانو او چينائي سرمايه كارانو سره ملاقاتونه ??وي?? په بیجنګ كښې به وزيراعظم د عوامی یادګار (پیپلز مانومنټ) دوره هم ??وي?? وزيراعظم به د چين ??پلې دورې په وروستي پړاؤ كښې د چين ??يان ښار ته ځي چرته به چې هغه ځايي مشرتابه سره ملاقاتونو سره سره د چين ?? وزيراعظم د كركيلې په پرمختګ كښې د عصري ټېكنالوجۍ كارولو مشاهده كولو له د ماډل فارمز او ګرين ټېكنالوجي كمپنيو دوره ??وي?? د دورې په مهال به د پاكستان او چين ??رمينځه نه يواځې د سي پېك په دويم پراؤ ٬ ستراتيجيكي همكارۍ بلكې د تجارت او سرمایه کارۍ، دفاع، قامي او سيمه ايزې سلامتيا٬ توان، خلائي تحقیق، سائنس و ټېکنالوجۍ، تعلیم او هنر او د كلتور په څانګو كښی همكارۍ ته په وده وركولو خبرې كولې شي۔ د بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف دوره به دوه اړخيزه همكاري لا مثبت پلو روانولو له مهمه ثابت شي۔