کراچی۔29مارچ (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزیر محمد اورنګزیب وئېلي دي حکومت اقتصادي استحکام ، مالیاتي نظم و ضبط او د تل پاتي اقتصادي نمو لپاره اقدامات کوي ، د حکومت د ترقیاتي تګلارې په وده كښې د بینکارۍ څانګې له کلیدي کردار ادا کول غواړي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ کراچۍ كښې د سټیټ بینک ګورنر جمیل احمد اود لويو بینکونو چیف ایګزیکټو افسرانو او صدرانو سره ملاقات كښې وكړه ۔ د م??اقات بنیادي مقصد اقتصادي نمو او د پاکستان ترقۍ له ترجيحي څان??و له د بینکونو د اړخه د پورونو وركولو كښې د زياتوالي په چارو بحث كول وو ۔ وفاقي وزیر ګډون كوونكو ته د هېواد م??جودہ اقتصادي صورتحال په اړه تفصیلي بریفنګ وركړو ۔ ده اقتصادي استحکام ، مالیاتي نظم و ضبط او تل پاتي نمو له د حکومت د اړخه د پورته كوونكو ګامونو نه هغوي خبر كړل ۔ده په بینکونو زور راوړو چې هغوي كر كېلې، ایس ایم ایز، انفارمیشن ټیکنالوجي او نورو څان??و لپاره قرضونه او مالیاتي مرسته زياته كړي ۔ د خزان وزیر د يادو څان??و لپاره د قرضونو زياتولو ټاسک فورس مشري د پاکستان بینکس ایسوسي ایشن له د اغستو درخواست هم وكړو۔ دغسې ګورنر سټیټ بینک د خزانې وزیر د اقدامات مرسته وكړه ۔