اسلام آباد۔23مارچ (اے پی پی) وزیر ??عظم شهباز شریف وئيلي دي چې د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د ورورولۍ پخوانۍ اړيكې وخت تيريدو سره سر?? لا پياوړې كيږي٬ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د سعودي عربستان د دفاع وزير شهزادہ خالد بن سلمان بن عبد العزیز آل سعود د خالي په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د دفاع وزير خواجه آصف او د پاك پوځ سرلښكر جنرال عاصم منېر هم موجود وو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه چارو بشپړه خبرې وشوې۔ په دې موقعه په سيمه ايز امن او سلامتيا او د منطقې په امنيتي وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم د پاكستان ورځې په پرېډ كښې د خاص مېلما په حېث په ګډون كولو د دفاع وزير شهزاده خالد مننه وكړه۔ وزیر ??عظم د پاکستان تر ټولو ستر سول ايوارډ نشان پاكستان په ترلاسه كولو ده ته مباركي وركړه۔ وزیراعظم ده سره خپلو خبرو كښی ووئيل مونږ د خپل مشر ورور سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د پاكستان دورې ته سترګې په لاره يؤ۔ د سعودی دفاع وزير د وزارت عظمی منصب په سنبالولو وزيراعظم ته مباركي وركړه۔ ده د پاكستان ورځې پرېډ ته د خاص مېلما په حېث په بلنه د پاكستان مننه وكړه۔ ده د پاك پوځ د سرلښك?? د ??عودي عربستان دورې ذكر كولو سره ووئيل دغه دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي اړيكو ته د ودې وركولو حوالې سره زياته مهمه او ګټوره وه۔