اسلام آباد۔2 فروری(اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوي د شطرنج لوبې ته په ځايې كچه د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي په هېواد كښې د شطرنج مقبوليت لپاره مقابلې كولې شي او د شطرنج نړيوالو تنظيمونو او نجي څانګو سره همكارۍ ته به وده وركولې شي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګڼدونه د نريوال شطرنج فېډرېشن پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔ صدر مملكت وو??يل د شطرنج لوبې ودې له به د سركاري او نجي څانګو ترمينځه مرستې ته وده وركول وي۔ ده و????يل د شطرنج په مقابلو كولو د دې لوبې ډاډګيرنه كېدې شي۔ ده په هېواد كښې د شطرنج په شمول د نورو صحت مندو فعاليتونو د ودې په حاجت زور راوړلو سره و????يل د شطرنج ذهني او تعليمي ګټې شته ٬ دا بايد د زده كړو په نظام كښې شامل كړے شي۔ پلاوي صدر مملكت ته و????يل پاكستان كښې شطرنح ته د ودې وركولو پراخه امكانات موجود دي۔ دوئي وو??يل د شطرنج لوبغاړي په نړيوالو مقابلو كښې آن لائن برخه هم اخستلے شي۔ په پلاوي كښې د انټرنېشنل شطرنج فېډرېشن صدر او د روس پخوان?? وزيراعظم آرکاډی ډورکووچ، د ایشین شطرنج فېډرېشن صدر او د متحدہ عرب امارات شېخ سلطان بن خلیفه النهیان پشمول نور مهم او نوموړي شخصيات موجود وو