اسلام آباد 11 جنوری (اے ??ی پی) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي د اسلام آباد هائيكورټ جرنلسټس اېس??سي اېشن نوو ټاكلو شوو عهديدارو له مباركي وركولو سره وئېلي دي په صحافت كښې كورټ رپورټرز مهم كردار لري٬د وكيلانو غوندې كورټ رپورټرز له هم د قانون څخه ځان خبر ساتل پكار وي۔د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئېل نګران حكومت د رائے اظهار په آزادۍ باور لري۔ده ووئيې كورټ رپورټنګ ټيكنيكل فيلډ دے٬د وكيلانو غوندې كورټ رپورټرز ته هم د قانون څخه ځان خبر ساتل پكار وي۔ده ووئيل د غېر جانبداره صحافت څخه ټولنه په سم پلو تللې شي۔ده ووئيل په فيلډ كښې د كار كوونكو خبريالانو مسئلې به حل كولې شي۔د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير ووئيل د اسلام آباد هائي كورټ جرنلسټس اېس??سي اېشن نوو ټاكلو شوو عهديدارو انتخاب د خبريالانو په هغوي د باور څرګندونه ده٬هيله لرو چې نوې ټاكلې شوي عهديدار به د خپلو ملګرو هيلې ترسره كړي۔وفاقي وزير د اسلام آباد هائي كورټ جرنلسټس اېس??سي اېشن 2024 په ټاكنو كښې ن??ي ټاكلي صدر فیاض محمود، سینئر نائب صدر حسین احمد، نائب صدر (وومن) امبرین علي ، جنرل سیکریټری محمد عمران، فنانس سیکریټری شهزاد علي ، جوائنټ سیکریټری عادل سعید عباسی او د اطلاعات سیکریټری فرح جبیں ??شم??ل د مجلس عامله غړو عامر عامر بل??چ، روف بزمي ، عابد علي آرائیں، ابراہیم عباسي او ادریس عباسی له هم مباركي وركړه۔