اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي اوس داسې حالات نه دي رامخې ته چې د ټول ټاكنو په نيټه كښې بدلون وكړے شي٬ د الېکشن د نيټې اعلان نه پس چا ته د الېكشن په كولو شك نه دے كول پكار ٬ د الېكشن كمېشن د ټاكنو تابيا پحقله د سكيورټي پشمول ټول ضرورتونه به ترسره كوٶ۔ د ګل په ورځ نجي ټي وي سره په مركه كښې ده ووئيل د الېکشن د نيټې اعلان نه پس چا ته د الېكشن په كولو شك نه دے پكار ، وړومبې وئيلے شول چې د دوي په نيت كښې فرق دے ځكه د الېكشن نيټه نه اعلانوي٬ اوس چ?? په اتفاق سره 8 فروري باندې د ټاكنو نيټه اعلان كړې شوه نو شك پاتي نه دے ۔ ده ووئيل ټول ټاكنې الېكشن كمېشن له كول دي څه چې د ھغوي ضرورت وي ھغه به ترسره كوٶ۔ ده ووئيل د كمېشن لخوا ټاكنو لپاره 42 اربه روپۍ بجټ غوښتے شوے ٶ ٬ په وړومبي پړاٶ كښې لس اربه روپۍ وركړې شوي٬ بيا ووئيل شول چې 17 اربه 40 كروړه دې راكړې شي دغسې د خزانې وزارت نه الېكشن كمشن ته 27 اربه 40 كروړه روپۍ وركړې شوي او پاتې به د ضرورت په وخت وركولې شي، ده ووئېل الېکشن کميشن سره به د امنيت پشمول هره مرسته كوٶ۔ په بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې د امنيتي اندېښنو او د ډنډورو پحقله د يوې پوښتن?? په ځواب ده ووئيل دا مهال داسې حالات نه دي رامخې ته چې مونږ په وسوسو يا په بل سوچ اموخته شو، نه د يوې ادارې لخوا څه داسې خبره شوې ۔ ده ووئيل د سكيورټي حالات وړاندې هم وٶ اوس هم دي٬ د كال 2008 او د كال 2018 د الېكشن حالات د ټولو په وړاندې دي۔ ده ووئيل اوس داسې حالات نه دي چې د ټاكنو په نيټه كښې بدلون وكړے شي۔ د يوې پوښتن?? په ځواب ده ووئيل بلاول بهټو نه تاسو خپله پوښتنه وكړې چې ھغه ته چا وئيلي چ?? په صوبه كښې د وزارت اعلٰې د كانديد نامه فائنل شوې، زمونږ په حساب سره په څلورو واړو صوبو كښې ټولټانكې كېدل دي او په دې كښې به ټول رجسټرډ سياسي ګوندونه په آزادۍ سره برخه اخلي او هر سياسي ګوند ته د سياسي هلو ځلو اجازه ده ۔ ده يوې پوښتن?? په ځواب كښې ده ووېيل بلاول بھټو به اطلاع لري چې نواز شريف په څلورم ځل وزيراعظم جوړېدونكے دے٬ مونږ ته خو داسې كومه اطلاع نه د راغلې۔ ده ووئيل راتلونكے وزيراعظم به څوك وي د دې پرېكړه به د راتلونكېوټولټاكنو نتيجي كوي