پېښور 07 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټي چیئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي دي د هېواد معاشی حالاتو په وجه اولس ستونزو سره مخ دے،ورځ په ورځ ګراني زياتېږي٬ پخواني سياستمدار نن هم د انا سیا??ت کوي،مونږ له به دغه ډول سياست پرېښودل وي۔ د خېبر پښتونخوا په شانګله ضلع كښې ورکرز کنونشن ته وينا كښې ده ووئيل د دې ځائې د وګړو مننه ك??م،نن هم د شهيدي بي بي جیالے په میدان كښې ولاړ دي۔د پیپلز پارټي چیئرمېن ووئيل هېواد كښې د كركې او د تقسیم سیاسست زيات دے، سیاست د اختلاف رائے په ځائې ذاتي دښمنۍ ته رسولے شوے،پخواني سیاستمدار اولس ته نه ګوري او نه هغوې سره د سباؤن كوم پلان شته، ده ووئېل مونږ له د سپكو سپورو او ټك ټاك سیاست نه راځي۔ده ووئيل سیاسی جنت د اولس په ګامونو ??ښې دے۔ده ووئيل مونږ له خپل نه د اولس جیبونه ډكول دي۔بلاول بھټو زرداری ووئيل زه د 19 كلونو راهسې سیا??ت کوم او زما لاس پاك دي،كه اولس له روزګار وركول جرم دے نو دا به زه بيا بيا كوم، ده ووئېل د خواري كښو تر سوكاله ك??دو هېواد نه شي سوكاله ك??دے۔د انتقام په ځاے د اولسې ښېګړې سياست پكار دے۔ده ووئيل مونږ له به يو نوے سیاست پيل كول وي او په 8 فروري به پیپلز پارټي كاميابول وي۔ده ادعا وكړه چې پیپلز پارټي يواځنے ګوند دے كوم چې اولس له د ډوډۍ ، جامې او كور خبره ك??ي۔بلاول بھټو ووئيل كه د پیپلز پارټي حكومت جوړ شو نو یوتھ کارډز به وركولې شي،مونږ له به د شهيدي بي بي مشن ترسره ك??ل وي۔چیئر مېن بلاول بهټو لوظ وكړو چې 5 كلونو ??ښې به ستاسو تنخاګاني يو په دوه ك??م، د روزګار لوظ هر يو سیاستمدار كوي خو پیپلز پارټي دا ثابته كړې ده