??وب??ی ۔2دسمبر (اے پی پی) نګران وز??را??ظم انوارالحق کاکړ په دوبۍ کښې په ورلډ كلائمېټ اېكشن سمټ (ډبليو سي اے اېس) كښې په مېنز آف امپلېمېنټېشن د ګلوبل اسټاك ټېك (جي اېس ټي) د لوړې کچې ګردي مېز مباحثه کښې ګډون وکړو۔ په ګردي مېز مباحثه كښې د خپلو خیالاتو څرګندولو په مهال وزیراعظم د د موسمياتي بدلون له امله د رامنځته شوي بحران شدت رامخې ته كو??و سره په دې زیاتیدونکي چېلنج قابو موندلو له پرمختګ كوؤنكو هیوادونو لپاره د موسمي مالیاتو، صلا??يت سازۍ او د ټېکنالوژۍ په ګډون د نفاذ مناسبو لارو چارو برابرولو په ضرورت ټینګار وکړو۔ د وز??را??ظم د دفتر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وز??را??ظم د كلائمېټ فنانس په اهميت زور راوړ??و سره ووئيل چې د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو مالي ضرورتونه د 100 بلين امريكائي ډالرو څخه زيات دي۔ وز??را??ظم پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره د قيادت سازۍ په غوره توګه برابرولو سره سره د ثابت شوې موسمياتي ټېكنالوجۍ په منتقلولو هم زور راوړو۔ ده د ملګرو ملتونو په نظام كښې د لا همغږۍ او رابطو زياتولو په حاجت هم ټينګار وكړو۔ دا ولنے ګلوبل اسټاك ټېك (جي اېس ټي) د بېلو هېوادونو او همكارانو لپاره د پېرس لوظنامې هدفونو ترسره كولو له د اجتماعي پېشرفت جاج اخستلو عمل دے۔ دا د لوړې كچې دستوره په كوپ 28 كښې د مېنډېټ ايونټس د يو سيريز برخه وه په كومه كښې چې 30 حكومتي مشرانو ګډون وكړو۔