کراچی۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي چې معيشت ښه كولو اود ګډې منصوبو لاندې د سرمايه كارۍ راوړلو هڅې روانې دي ٬ د هېواد معيشت پياوړې كولو له د ګدې منصوبو لاندې بهرنۍ سرمايه كاري راوړل ٬ كاروبار كښې آسانۍ رامخې ته كول او په وخت پرېكړې كول هېواد د معاشي استحكام په لاره روانولو له ضروري دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په يو ځا??ي هوټل كښې د 15م رائس اېکسپورټرز اېسوسی ایشن آف پاکستان (آر ای اے پی) دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري هم ګډون وكړو۔ صدرمملکت ووئيل سوداګره ورورولي د پاك پروردګار په امر هېواد په معاشي توګه پياو??ې هېواد جوړولې شي۔ پاكستان بش??ړ صلاحيت لري كوم څخه چې ګټه پورته كېدې شي۔ ده آر ای اے پی ته د 300 ملین ډالر برآمدات تر 3 بلین ډالر رسولو په سفر مباركي وركړه۔ صدر مملکت ووئيل مېرمنې خپلواكه جوړولو او د هېواد په معيشت كښې د خپل كردار ترسره كولو له بايد په كمپنيو كښې ملازمت وكړي۔ ده ووئيل هېواد ته پېښو چېلنجونو قابو موندلو له به مونږ له خپلو ماشومانو ته تعليم وركول وي۔ په دې موقعه ده په غزه كښې د روان ظلم او زياتي غندنه هم وكړه۔ د سندھ ګورنر محمد كامران خان ټېسوري دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل وريژې د هېواد دوئي تر ټولو غوره برآمدات دي۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې تر دې دمه دا د يو صنع?? په توګه تسليم كړې شوي نه دي۔ ده ووئيل سي او اے اېس د پولې ترهګرۍ سره سره د معاشي ترهګرۍ هم مقابله كوي۔ ده ووئيل د ډالر په بيعه كښې كمې رامخې ته شوې دې۔ د فلسطيني اولس په اړه ده ووئيل ګرده نړۍ دې د فلسطيني اولس په حق كښې او د اسرائيلي ظلم او زياتي په ضد غږ پورته كړي۔ وروستو ډاكټر عارف علوي او د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري د وريژو تر ټولو غوره برآمد کنندګا ته ايوارډز او ټرافۍ وركړې۔