بيجنګ 19اکتوبر(اے پی پی)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ او د چين صدر شي جن پنګ د سي پېك ګړندي تعمير په اهميت زور راوړلو سره دا منصوبه پرمختګ٬روزګار٬جدت او ګرين ډوېلپمنټ راهدارۍ لپاره كليدي ګرځولې او په مختلف كچه سټريټجك روابط او په نړيوال فورمز مرسته جاري ساتلو سره سره د تذويراتي شراكتداري په قوي كولو اتفاق كړے۔دواړو لارښودو ترمينځه د زيارت په ورځ د درېم بي??ټ اينډ روډ فورم په موقع ګريټ هال آف پيپلز كښې ملاقات شوے۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له ??خې دواړو لارښودو را??خې ته شوو سيمه ايزو او نړيوالو چارو باندې خبرې كړي او په ټولو چارو ئې اتفاق كړے ۔دواړو لارښودو د سي پېك بېړني تعمير په اهميت زور راوړولو سره دا پرمختګ٬روزګار٬جدت او ګرين ډوېلپمنټ راهدارۍ له كليدي ګرځولے۔دوي په دې خبره زور هم زور راوړو چې د پاكستان پائيدار او مجموعي سماجي او اقتصادي پرمختګ دې سره تړلے دے۔وزيراعظم د چين صدر ته په درېم بي??ټ اينډ روډ فورم په كاميابه تابيا مباركي وركړې او د بي??ټ اينډ روډ انيشي ايټيو سباؤن لائحه عمل په اړه ئې د وړاندې كړو 8 نكاتو ستائنه كړې۔دواړو لارښودو د پاكستان او چين ترمينځه په سټريټجك مرسته اډانه شراكتداري او په نړيواله كچه را??خې ته شوې صورتحال په پس منظر كښې د دې سټریټجک اهميت را??خې ته كړو۔په ملاقات كښې دې خبرې ته هم اتفاق راغلے چې د دواړو هېوادونو شريكې ګټې لپاره د اعلٰی كچ روابط به لا قوي كولې شي۔وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل پاكستان او چين د باور وړ شراكتدار او ښه ملګري دي۔صدر شي جن پنګ ووئيل پاكستان د چين قوي ورور او د باور وړ ملګرے او امن ??و پرمختګ كښې شراكتدار دے۔ده ووئيل چين پاكستان ته خپله خارجه پالېسۍ كښې ډېر اهميت وركوي او چين د پاكستان سالمتيا٬پولو تحفظ ??و پرمختګ كښې معاونت كوي۔دواړو لارښودو د ښه سيمه ايزو روابطو او اقتصادي پرمختګ لپاره په شريكه مرسته خبرې هم كړي كومې چې د دواړو هېوادونو شريك وژن دے۔وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل پاكستان به چين سره سيمه ايز روابط او د پاكستان خلقو سماجي او اقتصادي برمختګ لپاره په ګډه كار كوي