اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير ??رتضی سولنګي وئيلي دي نګران وفاقي كابينې په بې وزله فلسطيني اولس د اسرائيلي بمبارۍ سخته غندنه كو??و سره غوښتنه كړې چې په غزه دې اسرائيلي بمباري فوري بنده او د فلسطين كال 1967 څخه وړاندې حېثيت بحال كړے شي٬ د پي او آر كارډ لرونكو افغان كډوالو په ضد كارروائي نه كو??٬ په غېر قانوني توګه مېشته افغان كډوالو ته په فوري توګه پاكستان څخه د وتلو وئيلې شوي٬ وفاقی کابینې د سهېل ناصر د ډپټي چيئرمېن نېب او د سيد احتشام قادر شا?? د نېب پراسېکېوټر جنرل اکاؤنټېبلټی په حېث د تعيناتې منظوري وركړې ٬ کابینې د پي آئي اے نجکارۍ لپاره د فنانشل اېډوائزری کنسورشیم خدمات ترلاسه كو??و منظوري هم وركړې۔ د شورؤ په ورځ د وفاقي كابينې غونډې څخه وروستو د نجكارۍ نګران وفاقي وزير ??واد حسن فواد سره په ګډه ميډيا ته د بريفنګ په مهال وفاقي وزير ??رتضی سولنګي ووئيل د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د نګران وفاقي كابينې په غونډه كښې په غزه كښې د اسرائيل لخوا په فلسطيني وګړو د بمبارۍ سخته غندنه وكړې شوه۔ كابينې د اسرائيل لخوا د غزه محاصرې په نتيجه كښې په رامخې ته شوي صورتحال ٬ د خوراك او اوبو كمي په څير ??سئلو ژوره اندېښنه ښكاره كره۔ نګران وفاقي كابينې په متفقه توګه غوښتنه وكړه چې په سمدستي توګه په غزه كښې په فلسطينيانو بمباري بنده كړې شي او ناجائزه محاصره ختمولو سره دې ځپليو كورنيو ته نړيواله مرسته ورسولې شي۔ نګران وفاقي وزير ??وئيل د پاكستان حكومت د خپل اصولي دريځ پخلے وكړو چې د فلسطين مسئله دې د فلسطيني اولس د هيلو له مخې حل كړې شي او يو آزاد فلسطيني رياست دے چې پلازمينه يۍ قدس او پولې يۍ په كال 1967 كښې د اسرائيلي غاصبانه قبضې څخه وړاندې وي جوړ كړے شي۔ وزيراعظم كابينې ته هدايت وكړو چې د ضروري نوعيت غېر ملكي دورې دې كو??۔ وفاقی کابینې د سهېل ناصر د ډپټي چيئرمېن نېب او د سيد احتشام قادر شا?? د نېب پراسېکېوټر جنرل اکاؤنټېبلټی په حېث د تعيناتې منظوري هم وركړې ۔ ده ووئيل کابینې د پی آئی اے نجکارۍ لپاره د فنانشل اېډوائزری کنسورشیم خدمات ترلاسه كو??و منظوري هم وركړه۔ كابينې د رياستي ملكيتي ادارو په اړه د كابينه كمېټۍ د 21 او 28 ستمبر غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق هم وكرو۔ وفاقي کابیني د اقتصادي رابطه کمېټۍ 3 اکتوبر 2023 غونډه كښې د شوو پرېكړو هم توثيق وكړو۔ وفاقي كابينې د خارجه زارت په سپارښتنه برېګیډیئر شا??د عامر افسر له د پاک چین اړيكو ودې لپاره د چين لخوا د تفويض كړي ایوارډ ”PLA Commemorative Medal“ ترلاسه كو??و منظوري وركړه۔ وفاقي وزير ??وئيل وفاقي كابينې د داخله وزارت په سپارښتنه د پاكستان او يو اے اي ترمينځه د شوې حوالګۍ لوظنامې لاندې په فراډ كېس كښې د مطلوب پاكستاني وګړي ملزم شهزاد احمد او د كوېت او پاكستان ترمينځه د حوالګۍ لوظنامې لاندې د مطلوب پاکستانی وګړي ارشد علي د سپارلو منظوري وركړه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د غزه روانې وضعې په اړه به پاكستان په نړيواله كچه د كو??نكو هڅو برخه وي۔ د افغان كډوالو په اړه ده ووئيل د 31 اكتوبر ډې?? لائن هغه چا لپاره دے كو?? چې وېزا يا قانوني دستاوېز نه لري۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په پاكستان كښې په سخته يخنۍ كښې هم ټاكنې شوي او په سخته ګرمۍ كښې هم۔ ده ووئيل په كال 1970 كښې په دسمبر كښې شوې وې۔ د كال 2008 ټاكنې هم جنورۍ كښې شېډول وې كو??ې چې د بېنظير بھټو د شهادت له امله فرورۍ كښې وكړې شوې۔ د كال 2013 ټول ټاكنې په مئي او د كال 2018 په سخت ګرم موسم جولائي كښې شوې وې۔ ده ووئيل د حكومت ذمه واري ده چې الېكشن كمېشن ته د ټاكنو عمل لپاره ټول وسائل وركړي۔