پنډۍ۔25ستمبر(اے پی پی) د پاك پوځ سر??ښك?? جنرال سیّد عاصم منیر سره د ناظم/صدر بشپ (چرچ آف پاکستان او بشپ آف رائیونډ) ډاکټر آزاد مارش?? په مشرۍ كښې د مسیحی ورورولۍ 13 كسيزه پلاوي په جي اېچ كيو كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په مذهبي او د مذهبونو ترمينځه همغږۍ سره د اړوندو چارو په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو ?? خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د آئي اېس پي آر لمخې د پاك پوځ سر??ښك?? په قامي پرمختګ كښې د پاكستاني کرسچن کمیونټی خذمات وستائل۔ ده مسيحي ورورلۍ لپاره د ژور احترام څرګندونه وكړه او د متحده او ترقي پسند پاكستان لپاره يۍ د قائد په حقيقي وژن عم?? كولو له په ټولنه كښې مذهبي همغږۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ د پاك پوځ سرلښګر پ?? دې خبره زور راوړو چې اسلام د امن مذهب دے او په اسلام او ټولنه كښې د عدم برداشت او انتها خوښۍ هېڅ ګنجائش نشته۔ ده ووئي?? په مهذبه ټولنه كښې چاته د قانون په خپل لاس كښې د اخستو اجازه وركولې نه شي۔ د مسیحی ورورولۍ غړو د ترهګرۍ مخنيوي او په هېواد كښې اقليتونو ته د محفوظ چاپېريال وركولو په لړ كښی د پاك پوځ د هڅو ستائنه وكړه