پېښور ۔ 20 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې سمندر پورې پاكستانيانو تل هېواد لپاره په زړه پورې او مثبت سوچ سره خپل كردار ترسره كړے دے٬ د كرم په روان وضعيت د سمندر پورې پاكستانيانو د اندېښنو ا?? ج??با??و احترام كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كرم ضلعې په روان وضعيت سمندر پورې پاكستانيانو سره په ګورنر هاؤس كښې آن لائن وېډيو كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ د ګورنر هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخ?? په دې موقعه په آن لائن سېشن كښی پاړا چنار ??ښې د مرستې په فعاليتونو خبرې وشوې۔ په آن لائن وېډيو کنفرنس كښې په امريكا ٬ كاناډا ٬ كوېت ٬ شارجه ٬ لندن ٬ فرېنکفرت او د منځنۍ آسيا او اروپا هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ګډون كولو۔ په كنفرنس كښې د ګورنر په مشرۍ كښې د يوې كمېټۍ په تشكيل كولو اتفاق وكړے شو۔ ګورنر هائوس ، هلال احمر خېبرپښتونخوا او سمندر پورې پاكستانيان به د مرستې كمېټۍ غړي وي۔ کمېټي به د پاړا چنار ??ه شمول په كرم ضلع كښې د ريليف كارونو تندولو ا?? د نورو آسانيو برابرولو كښې خپل كردار ترسره كوي۔ كنفرنس ته خپل خطاب كښې ګورنر ووئيل د پاړا چنار اولس دا مهال په خپلو سيمو ا?? كورونو كښې محصور شوي دي۔ د پاړا چنار ??ه شمول كرم ضلعې ته د دويانو ا?? خوراك په شمول د نورو ضروري څيزونو رسولو كښې سمندر پورې پاكستانيان مرسته كولې شي۔ ده ووئيل په پاړا چنار ??ښې د لارې بندېدو له امله د مرستې سامان ځپليو سيمو ته رسول يوه سنګينه مسئله جوړه شوې ده۔ ده ووئيل ز??ا په هداياتو هلال احمر خېبرپښتونخوا د روزانه په بنياد آئي ډي پيز ته خوراك او د ضرورت نور سامان رسوي