اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سپاهي مقبول حسېن ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي هغه د بهادرۍ٬جرات او شجاعت عظيم داستان رقم كړے٬د هغه د هېواد سره لازواله مينه به په تاريخ كښې تل په ښو ټكو ياده ساتلې شي۔د شورو په ورځ د سپاهي مقبول حسېن شپږم تلين په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل د هند په زندان كښې د سپاهي مقبول حسېن د پاكستان زنده باد په نعرو وهلو ژبه برې كړې شوه خو هغه د هېواد راز ??خپ?? زړه كښې محفوظ وساتو۔ده ووئيل سپاهي مقبول حسېن 40 كاله د هند په زندان كښې قيد و بند تېر كړے او ??خپ??ه وينه د پاكستان زنده باد پ?? ليكلو يي د هېواد سره د مينې او وفادارۍ څرګندونه كړې٬د هغه د خلې نه د هېواد په خاطر د هند په زندان كښې د هر ډول بربريت او تشدد باوجود د هېواد په ضد يو ټكې نه دې ويستلے ۔ ده ووئېل د هغه جرات٬بهادري او هېواد سره مينه زمونږ ټولو لپاره د لارې مشال دے٬ټول قام د سپاهي مقبول حسېن تلين په موقع د هغه جرات٬بهادرۍ او شجاعت ته سلام كوي۔دغسې سپيكر د لوي څښتن څخه د سپاهي مقبول حسېن لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔