اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت اېن ډي اېم اے په استور كښې سېلابي صورتحال څخه د ځپلې شويو سېلګرو رېسكيو كولو لپاره فوري اېكشن واغست او سېلاب څخه په ځپلې شوې سيمه كښې د بهرنيو سېلګرو محفوظ پاتې كېدو رپورټ وړاندے ??ړے شو۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري كړ ې شوي بيان له مخې په رپورټ كښی وئيلې شوي دي چې دوه اطالوي او ارجنټينا ??ره تعلق لرونكے يو سيلګرے محفوظ دے او ځپلې شوې سيمې څخه لرے دے٬ د فينه پل د بحالۍ كار تندۍ ??ره روان دے٬ اېن ډي اېم اے او اړوندې ادارې د حالاتو جاج اخلي او كوم هم ناڅاپي صورتحال لپاره چمتؤ دي۔ وزيراعظم هدايت ??كړو چې دا خبره دې باوري كړې شي چې ځايې وګړې دې هېڅ ډول ستونزې ??ره مخ نه وي۔