اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) د مذهبي چارو ??فاقي وزير سالك حسين وئيلي دي چې د حج پېغام دا دے چې مونږ يو بل سره د يو والي څرګندونه وكړؤ او ??پل منځه تفرقې او كركې ختمولو سره د ??پل هېواد په اړه سوچ وكړؤ٬ د روان كال حج آپرېشن كاميابۍ سره بشپړ شوے٬ د راروان حج آپرېش بهترۍ له به نور ګامونه پورته كولې شي۔ د نهې په ورځ پېغام حج كنفرنس ته ??پل خطاب كښې ده ووئيل كله چې ماته د مذهبي چارو ??زارت قلمدان وسپارلے شو نو په حج كښې دوه مياشتې پاتې وې ٬ ما دعا وكړه چې پاك پروردګار دے زما مرسته وكړي هغه زما مرسته وكړه او ټول پړاؤنه آسان شول۔ ده ووئيل ما ښه نيت سره د حج د انتظاماتو نګراني وكړه او نتيجه يۍ ستاسو وړاندې ده۔ ده ووئيل هر ځل څه نه څه ګيلې وي خو د پاك پروردګار شكر دے دا ځل حج آپرېشن كامياب پاتے شو۔ ده ووئيل د حج نظام كښې ډېر بدلونونه رامخې ته شوي دي٬ د حج نظام زیاتره ډیجیټلائز شوے دے۔ ده ووئيل د راروانې تګلارې په اړه به وزيراعظم شهباز شريف ته هم پریزنټېشن وركول دي۔ ده ووئيل زه ټولو فريقو سره په مشاورت باور لرم۔ ده ووئيل مولانا طاهر اشرفی سره د رونړو په څير رشته لرم هغه دا ځل هم د حج آپرېشن په مهال زمونږ بشپړه مرسته وكړه۔ ده ووئيل سعودي عربستان كښې د حج په موقعه ما خلقو كښ?? يو جذبه وليدله ٬ 10، 10 کلومیټره خلقو پياده مزل كړې ما هم منی څخه مزدلفې او بيا عرفات ته پياده مزل وكړو حال دا دې چې ما په ژوند كښې كله 16، 17 ک??ومیټر پېدل مزل كړے نه دے۔ ده ووئيل ځايې په ځايې خلقو ډلې جوړې كړي دي٬ داسې خو هېواد نه چليږي٬ مونږ له به د ??پل هېواد په اړه سوچ كول وي ولې چې مونږ سره په چاپېرچل كښې نور هېوادونه زمونږ په مقابله كښې زيات وړاندې تللي دي۔ ده ووئيل هېواد لپاره مونږ له خپلو وړو وړو جھګړو څخه ډډه كول وي۔ ده ووئيل پاكستان دا مهال امن او سولې ته اړتيا لري