اسلام آب??د۔28 جون(اے پی پی) وزیرِا??ظم شهباز شریف وئيلي دي په بجټ كښې د زده كړو ٬ روغتيا ٬ كركيلې او د آئي ټي څانګو پرمختګ ته خاص پام ګرځولے شوے ٬ دا ممكن نه ده چې بې وزله ټېكس وركړي او اشرافيه له ټېكس مراعات وركړے شي٬ په ترجيحي بنيادونو په ادارو كښې اصلاحات او د هېواد خزانې ته د زيان رسوؤنكو ادارو نجكارۍ له اقدامات كوؤ۔ د جمعې په ورځ د وزيرا??ظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيرا??ظم شهباز شريف سره د اولس دوسته بجټ 25۔2024 قامي اسمبلۍ څخه د منظورېدو نه پس د خزانې وزير اورنګزېب ملاقات وكړو۔ وزیرا??ظم د بجټ جوړولو لپاره د خزانې وزارت ٬ د منصوبه بندۍ وزارت ٬ اېف بي آر او د ټولو اړوندو وزارتونو د افسرانو د هڅو ستائنه وكړه۔ وزيرا??ظم ووئيل په بجټ غونډه كښې حكومت ٬ اتحادي غړو او د مخالفې ډلې ټولو غړو بشپړه برخه واغسته٬ هيله لرؤ چې بجټ 25۔2024 به پاکستان لپاره په پرمختګ او سوكالۍ كښې مرستياله ثابت شي۔ ده ووئيل مونږ بشپړه هڅه وكړه چې موجوده وسائل كارولو سره عامو وګړو ته د زيات نه زيات ريليف وركړؤ۔ په بجټ كښې مو تنخوا دارې طبقې ٬ پنشنرز او مزدورانو ته ريليف وركړو۔ په بجټ كښې مو صحت، تعلیم، كركيلې او د آئي ټي څانګې ته خاص پاملرنه وكړه۔ ده ووئيل اشرافيه او ټېكس نه وركوؤنكي به ټېكس نېټ ته راولؤ۔ دا ممكن نه ده چې بې وزله ټېكس وركړي او اشرافيه ته دې ټېكس مراعات وركړے شي۔ وزيرا??ظم ووئيل د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ سفر روان دے۔ د پاك پروردګار شكر دے چې د پاكستان معيشت په سم لوري روان دے۔ ده ووئيل د حكومت د كاروبار دوسته پالسيو له امله په هېواد كښې د سرمايه كارو باور بحال شوے۔ په ترجيحي بنيادونو په ادارو كښې اصلاحات او د هېواد خزانې ته د زيان رسوؤنكو ادارو نجكارۍ له ګامونه پورته كوؤ