ابوظهبي 6 جون(اے پی پی) متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير فيصل نياز ترمذي د عجمان په يوه كارخانه كښې د اور لګېدو په نتيجه كښې د ژوبل شوو پاكستانيانو تپوس پوښتنې لپاره ابوظهبي كښې شيخ شخبوت میډیکل سټی(اېس اېس اېم سي)ته لاړو ٬ په دې مهال ده ووئېل د لوئي څښتن په فضل او كرم سره رنځوران روغ شو او هغوي به ډېر زر پاكستان ته منتقل كړے شي۔د زيارت په ورځ د پاكستان ايمبيسي لخوا جاري شوي پرېس رېليز له خې سفير فيصل نياز ترمذي د هر ژوبل شوي كس تپوس پوښتنه وكړه او د هغوي روغ صحت لپاره ئې د نيكو څرګندونه وكړه ٬ ده ژوبل شوو ته د پاكستان مشن لخوا ??اكستان ته د تګ راتګ آسانيو وركولو باور هم وركړو۔فيصل نياز ترمذي په اېس اېس اېم سي كښې ډ??كټ??انو او پيراميډيكل اسټاف سره هم ملاقات وكړو۔ده د اېس اېس اېم سي ډلې د اور په پیښه كښې د ژوبل شوو كسانو علاج لپاره په 24 ساعته كښې په زياتو ك??و هلو ځلو مننه وكړه۔ده د متحده عرب امارات حكومت هم په هر ممكنه مرسته مننه وكړه۔