مظفر آباد۔8مارچ(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د وفاقي حكومت لخوا به په آزاد كشمير كښې د بارانونو او واورې ورېدو دلاسه ځپليو شويو وګړو ته د مارچ تر 13 مې نېټې معاوضه وركړې شي٬ تر هغه وخت به م??نږ ته آرام رانشي تر كومې مو چې د ځپلې شويو وګړو كورونه يو وارې بيا ودان كړې نه وي ٬ پاكستان ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي له به م??نږ له پرته له خپل ذات يو موټې كېدو سره مخ په ??ړاندې تلل وي٬ وخت راغلې چې د معيشت په اړه سترې پرېكړې وكړې شي كومې چې اشرافيه لپاره بې شكه سختې وي خو د دې ګټه عام اولس ته ورسي۔ ده دا خبره د جمعې په ??رځ په آزاد كشمير كښې د بارانونو او واورېدو ورېدو پېښو له امله ځپلې شويو وګړو سره د ملاقات په ??هال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقعه وزيراعظم په سختو بارانونو او د واورې ورېدو پېښو كښې د مړو شويو كسانو كورنيو ته د مرستې چېكونه وركړل۔ دې څخه وړاندې د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدري انوار الحق وزيراعظم شهباز شريف ته د اوسنيو بارانونو د لاسه په آزاد كشمير كښې د شوې زيانونو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ته ووئيلې شوو چې په آزاد كشمير كښې 8 كسان په حق رسېدلي ٬ 88 كورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او 281 كورونو او 26 دكانونو ته جزوي زيان رسېدلے دے۔ وزيراعظم ووئيل د قدرتي آفتونو په ??هال چې كوم ځان زيان شوے دے د هغې ازاله د چا په ??س كښې نه ده دا ?? پاك پروردګار قضا ده٬ م??نږ په حق رسېدليو له د بخښنې او ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا كوؤ۔ ده ووئيل د مصيبت په دې سخت وخت كښې م??نږ ځپليو كورنيو سره ولاړ يؤ۔ وزیراعظم ووئيل چې كوم كسان په حق رسېدلې دي د هغوي كورنيو ته د 20 ٬ 20 لكه روپو د مرستې چېكونه وركړې شوي دي۔ ده ووئيل د حكومت ذمه واري ده چې كوم كسان په حق رسېدلي دي د هغوي د ماشومانو كفالت وكړي۔ ده ووئيل ژوبل شويو ته به د 5 لكه روپو چېك وركولې شي۔ ده ووئيل چې كوم كورونه ويجاړ شوي دي وفاقي حكومت به د معاوضې په ??د كښې هغې لپاره 7 ٬7 لکه او چې كومو ته جزوي زيان رسېدلې دې هغې لپاره 3 ٬ 3 لكه روپۍ جاري كوي۔ شهباز شريف ووئيل د مارچ تر 13 مې نېټې به ځپليو ته د مرستې دا رقم ورسولې شي۔ د آزاد كشمير وزيراعظم شهباز شريف سره په ??رمختيائي كارونو د خيالاتو څرګندونه هم وكړه۔ ده ووئيل دا مهال ?? پاكستان د محصولاتو په ??د كښې د آمدن تخمينه روان مالي كال كښې 12کھربه روپۍ ده۔ په زيات مقدار كښې د ټېكس غلا د لاسه د محصولاتو ټول رقم خزانې ته نه راځي۔ ده ووئيل د پی آئی اے خساره 825 اربه روپۍ ده٬ هر كال سركاري ادارې د څو اربه روپو نقصان كوي۔ ده ووئيل په ??ړۍ كښې تباه حال قومونو خپله ماتې په خوارۍ كښې بدلولو سره كاميابي ترلاسه كړې ده۔ ده ووئيل نړۍ به د عمل د لارې بدلولې شي٬ م??نږ ټولو له به په ګډه ?? پاكستان په ??سئلو او چېلنجونو قابو موندل وي۔ ده ووئيل وخت راغلے چې م??نږ دا عهد وكړو چې م??نږ به ?? پاكستان د جوړؤنكو روحونو ته سكون رسوؤ او پاكستان قرضو څخه خلاصولو له به شپه او ورځ خواري كوؤ٬ په ??ړۍ كښې هېڅ كار ناممكنه نه دے۔ د آزاد كشمير وزيراعظم كشميري اولس سره د يو والي په څرګندونه كولو ?? پاكستان د وزيراعظم شهباز شريف مننه كولو سره ووئيل ?? پاكستان حكومت ??و اولس تل خپلو كشميري وروڼو سره ولاړ پاتې شوي دي۔ ده وزيراعظم څخه ریسکیو 1122 لپاره د چورلكې خواست وكړو دغسې چې د واورې ورېدو يا د سړكونو د بن?? پاتې كېدو په صورت كښې قيمتي ځانونه بچ كړې شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم راتللو او د يو والي څرګندونه كولو سره د آزاد كشمير د حكومت ډاډګيرنه شوې ده او په دې م??نږ ?? پاكستان د وزيراعظم مننه كوؤ۔ په دې موقعه شهيد شويو لپاره د بخښنې دعا وكړې شوه۔ د اېن ډی اېم اے چیئرمین جنرل انعام ، د قانون ساز اسمبۍ سپيكر چوهدری لطیف اکبر ، د مسلم لیګ (ن) آزاد کشمیر صدر شاہ غلام قادر ، د قومي اسمبلۍ غړې عطاء تارړ ، چیف سېکتر ، آئی جی ، د آزاد كشمير د کابینې غړي او د بارانونو او د واورې ورېدو د لاسه ځپلې شوي وګړي لويې شمېر كښې موجود وو۔