اسلام آباد۔8مارچ(اے پی پی) د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي لخوا نيشنل لائبريري آف پاكستان ته كتابونه ډالۍ كړې شوي۔ صدر مملكت دا كتابونه د نېشنل لائب??یر?? آف پاکستان او قومی ورثې او كلتور ډويژن استازو ته وړاندې كړل۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې په دې موقعه صدر مملكت په اولس كښې د لوستې كلتور ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل ما پ?? خپل 5 كلن دور كښې د كتابونو لوستې لپاره د ځوانانو ډاډګيرنه كړې ده۔ ده ووئيل كتابتونونه د خلكو علم ته رسېدو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده په زده كوؤنكو زور راوړو چې هغوي دې په هېواد كښې د موجود كتابتونونو آسانيو څخه استفاده وكړي۔ ده ووئيل كتابتونونه د علم ودې سره سره د خيالاتو په څرګندونه كښ هم مهم كردار ترسره كوي۔ ده زياته كړه چې د كتابتونونو آسانۍ څخه د هر عمر وګړے ګټه پورته كولې شي