اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د مسلم ليګ ن لخوا نومولي شوي وزيراعظم شهباز شريف وئيلي د?? نواز شريف د هېواد پرمختګ لپاره ځانګړي خدمات ترسره كړي او د دې په بدل كښې ھغوي سره ??ېر ناروا سلوك شوے خو ھغه خپلو كاركن ته د لمسې په ځاے تل د صبر او زغم تلقين كړے، ده ووئېل مونږ به سباون ك??ې د اتحاديانو په مشاورت وړاندې ځوٶ او ټولې ادارې به د ځان سره رو??نې ساتو٬ ده ووئېل زمونږ مخالفينو پخپل دوه مخيز معيار هېواد تباه كولو سره دې حالت ته رارسولے، د اسمبلۍ غونډه په نه رابللو د آئين خلاف ورزي شوې۔ د شورو په ورځ په پارلمان ك??ې د مسلم ليګ (ن) پارلماني پارټۍ ته خپلې وېنا ك??ې ده د ټولو غړو هركلے وكړو چا چې پخپل قائد نواز شريف د بشپړ اعتماد څرګندونه كړې٬ ده ووئېل په مسلم ليګ ن ك??ې د شاملو شوو غړو هم مونږ هركلے كوٶ۔ په دې موقع ده د محمد ادريس، راجه خرم شهزاد، بيرسټر عقيل ملك، رشيد اکبر نواني، وسيم قادر، رضا حيات حراج، سردار شمشير مزاري او د مياں خان دراني په مسلم ليګ (ن) كښې په شاملېدو مننه وكړه۔ ده ووئيل د دوي شاملېدو سره په قامي اسمبلۍ كښې زمونږ شمېره 104 ته رسېدلې۔ ده ووئيل نواز شريف وزيراعظم نه ??ے ٬ د يو ادنٰې كاركن په حېث به د هېواد خدمت كوم۔