اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو،خپرونو او پارلماني چارو نګران وفاقی وزیر مرت??یٰ سولنګی وئيلي دي چې سېنېټ د بلوچستان پشمول د سركاری ملازم??نو تنخاګ??نو او الاؤنسز لپاره كوم هم سفارش كوي په هغې به عمل كولې شي، بھټو كښې د زګ زیګ ټیكنالوجی استعمال سره په صحت خراب اثرات به كم شي، نګران حكومت كښې كوم هم غړې بلټ پروف ګاړې نه لري۔ د نهې په ورځ سېنېټ غونډې په مهال د پارلماني چارو وفاقی وزیر مرت??یٰ سولنګی د بهره مند خان تنګی او دنیش كمار د پوښتنې په ځواب ووئيل د بیورو كریسی د تنخاګ??نو او الائونسز موجوده صورتحال 17 اګست 2023 نه بس نه دې،د ډيرې مودې راهسې دې۔ده ووئيل سېنېټ چې د بلوچستان پشمول د سركاری ملازم??نو د تنخاګ??نو او الائونسز لپاره كوم هم سفارش كوي په هغې به عمل كولې شي۔ سېنېټري فوزیه ارشد، محسن عزیز او دنیش كمار د پوښتنو په ځواب ده ووئيل د اسلام آباد كلي والو سيمو كښې د بهټو بنديز او سموګ ختمولو په اړه د سېنېټ د تجاویز هركلے كوو، جدید ټیكنالوجی ګرانه ده خو د?? څخه به استفاده كولې شي، بھټو كښې زګ زیګ ټیكنالوجی استعمال سره به په صحت خراب اثرات كم شي۔ سېنېټر محسن عزیز او سېنېټر عرفان الحق صدیقی د پوښتنو په ځواب نګران وفاقی وزیر مرت??یٰ سولنګی ووئيل هاؤسنګ كوټ?? څخه چې كوم ریټائرډ ملازم??نو ته الاټمنټ لیټر نه دې ترلاسه شوې،په دې اړه د اړوندي محكمے تفصیلات ترلاسه كولو سره به ایوان خبرولې شي۔ سېنېټر مشتاق احمد د پوښتنې په ځواب نګران وفاقی وزیر ووئيل د هاؤسنګ وزارت د اړخه اېف 14، اېف 15 ا?? ب??اره كهو سیكټر كښې د پیش رفت معامله دې اړوندې قائمه كمېټغ ته ولېږلې شي په دې د سېنېټ چیئرمېن دا معامله اړوندې قائمه كمېټۍ ته ولېږله۔د سېنېټر محسن عزیز، سېنېټر مشتاق احمد او سېنېټر فدا محمد د پوښتنو په ځواب ده ووئيل نګران حكومت كښې چا سره هم بلټ پروف ګاړې نشته،تير دور كښې چې چا له بلټ پروف ګاړي ورګړې شوې د هغې تفصیلات شته۔د سېنېټ چیئرمېن په دې اړه تفصیلات ایوان ته د وړاندې كولو سپارښتنه وكړه