تاشقند 10 نومبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې د هند د اړخه پام لرني نه كولو باوجود پاكستان خپله او په منطقه كښې د توان حاجت ترسره كولو لپاره د تاپي ګاز پائپ لائن منصوبې د بشپړولو عزم لري، د پاك و هند اړيكې معمول ته راوستلو لپاره به د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كول وي٬ په غزه كښې د تباهۍ اثرات په سيمه او دې څخهه بهر خپرېدو نه خبردارولو سره هلته په جنګ بندۍ زور رواړې دې۔ تاشقند كښې د اقتصادي تعاون تنظيم مشرانو په 16مه غونډې په مهال خبري اژانس اناطوليه سره خپلې ??اص مركه كښې ده ووئيل په منطقه كښې انساني الميه په نظر راځي او د دې اثر به نه يوازې په منطقه كښې بلكې د منطقې نه بهر هم پرېوتې شي۔ ده په غزه كښې په سمدستي توګه د جنګ په خاتمه زور رواړو٬ وزيراعظم خوراك، داروګان او د ضرورت نور څيزونو د تعطل نه غېر رسولو لپاره د انساني راهدارئ جوړولو مطالبه هم وكړه۔ ده ووئيل د او آئي سي په راتلونكې غونډه كښې ګدون ته سترګې په لار يم ٬ او آئي سي له د غزه په صورتحال غور پكار دے٬ بايد اجتماعي غبرګون وښولے شي۔ د ستاوېزاتو نه غېر د مېشته كډاولو بېرته د لېږلو د پاكستان د اقدام دفاع كولو سره ده ووئيل پاكستان دا پرېكړه تاخير سره كړے ده خو مونږ په پوله تګ راتګ د منظم كولو عزم لرو۔ ده ووئيل په نړۍ كښې په يو ځائ يا د هېواد لخوا د غېر قانوني امېګرېشن ډاډګيرنه نه ده شوې نو پاكستان سره په خاص توګه دا سلوك ولې ??اتلے كېږي چې ھغوي غېر ستاوېزي افغان وګړي په دغه صورت كښې سلوك وكړي٬ هر هېواد د نورو هېوادونو د وګړو منظم تګ راتګ غواړي٬ په اوږده موده كښې به دا افغان وګړو او پاكستانيانو په بهترين مفاد كښې وي د نورې نړۍ غونډې د معمول له مخې منظم تګ راتګ وي٬ د تركيه او پاكستان ترمېنځه دواړه اخيزه اړي??ې شاندار ګرځولو سره ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه روابط او د مرستې په زياتولو زور رواړو۔ ده ووئيل چې تجارت، زراعت او د دفاع غوندې يو شمېر څانګې دي چې پكښې اړيكې ښې كېدې شي او ځينې راهداريو ته وده وركولو سره د تركيه-پاكستان او ايران ترمېنځه رابطے بحالېدې شي، ټولو قامونو او ټولې منطقې ته به موقعې وركول وي۔ د تركمانستان، افغانستان، پاكستان او هند(تاپي) كومه چې د اربونو ډالرو د توان كوريډور دے په اړه وزيراعظم ووئيل د هند لكوا د عدم دلچسپۍ باوجود د پاكستان پام د اوږدې مودې زېر التواء منصوبې څخه ګډه ترلاسه كولو پلو ګرځولے دے٬ د تاپي پحقله د تركمانستان، افغانستان او پاكستان لخوا زياتې هلې ځلې ??وانې دي٬ دا منصوبه د هند معيشت ته د توان ارزانه او تل پاتې توان وركول باوري كولې ??ي خو كه هند د دې ټولو انتظاماتو ګټې څخه د بهر پاتې كېدو انتخاب كوي٬ نو ھغوي اوس هم داسې كولې ??ي۔ خو زما خيال دے چې هند سره د هند نه غېر د تركمانستان ګاز د دې منطقې معاشي ګټې لپاره استعمالېدې شي، او مونږ دا هدف ترلاسه كولو لپاره زيات پام ګرځولے دے٬ د 7 اربه ډالرو د دې منصوبې مقصد د تركمانستان ګلكنيش او د اړوند ګاز فيلډز څخه قدرتي ګاز افغانستان، پاكستان او تر هند رسول دي۔ اسيائي پرمختيائي بينك په دې منصوبه كښې سهولت او مرسته كوي چې پكښې 56 انچ قطر 1,680 كلوميټر (1,044 ميل) پائپ لائن د غوځولو تجويز دے چې د ډيزائن ګنجائش ئې 33 اربه مكعب ميټره كلن قدرتي ګاز د تركمانستان نه افغانستان د پاكستان د لارې د هند تر پولې ??ه رسول وي۔ د اوږدې مودې حريف هند سره د پاكستان دا اوږدې مودې د كړكېچنو اړيكو په اړه خبره كولو سره وزيراعظم د دې خبرې پخلے وكړو چې د دوه اتومي وسله لرونكې ګاٶنډيانو ترمېنځه اړيكو معمول ته راوستلو لپاره به د كشمير كشاله حل كول وي۔ ده ووئيل كشمير د هند اور پاكستان ترمېنځه يوه تصفيه طلب مسئله ??ه٬ د پاكستان روايتي موقف دے چې دا مسئله بايد د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل كړې شي٬ كشميريانو ته د خپل سباٶن او د خپل تقدير د تعين حق ترلاسه دے او پاكستان به تل سفارتي او په سياسي توګه د دې موقف ملاتړ كوي ۔ ده ووېيل كله او څنګه اړيكې معمول ته راوستلے كېدې شي د دې ځواب به لټول وي په يقيني توګه دا د ټولنې پشمول د قيادت٬ پوهانو٬ كاروباريانو او د دواړو هېوادونو د سول سوسائټۍ لپاره يو چېلنج دے۔ ده ووئيل كه منطقې له د يو بل نه ګټه پورته كول دي نو اړيكې به معمول ته راوستل وي۔ ده ووئيل زه يو هيله مند انسان يم او چې كله ستونزمن حالات وي نو زه تل يو اميد لرم او داسې د پاكستان او هند د اړيكو په اړه هم ٬ مونږ درې جنګونه كړي خو آيا د دوه اربه آبادۍ خلق عمر له د جنګ په حالت كښې پاتې كېدې شي؟